د ورزش له شوره ډکه اونۍ!

Afzal-af
د ورزش له شوره ډکه اونۍ!

د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش ریاست تر چتر لاندې په تېره یوه اونۍ کې پلازمېنه کابل او ولایاتو کې ګڼ فعالیتونه ترسره شوي دي، چې ځينې يې موږ دلته له تاریخ سره له تاسې سره شریکو.
1.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه د المپیک نریوالې کمیټې له افغان لوبغاړو سره ۵۶۰ زره امریکایي دالر مرسته اعلان کړه
2.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه په بلخ ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
3.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه د ينځو ولایتونو په ګدون په زابل کې د فول رزم سیالۍ ترسره شوې 
4.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه د هارون پوپل لوبډلې د هلمند ولایت د فوټبال د الف ګروپو اتلولې خپله کړه
5.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه په فاریاب ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
6.    د لیندۍ ۲۰ مه نیټه په لوګر ولایت کې د غیږنیونې پنځم پړاو سیالۍ پای ته ورسیدې
7.    د لیندۍ ۲۱ مه نیټه ولی محمد نوري لامبو وهلو سیالۍ کې دریم مقام خپل کړ
8.    د لیندۍ ۲۱ مه نیټه په غزني کې د تکواندو لومړۍ پړاو سیالۍ پای ته ورسیدې 
9.    د لیندۍ ۲۱ مه نیټه د المپيک ملي کمیټې سرپرست د فدراسیونو سره ناسته ترسره کړه.
10.    د لیندۍ ۲۱ مه نیټه سیدجان پوهنتون د کندز فوتبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه 
11.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه په ننګرهار کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې
12.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه په غزنی ولایت کې قلعه نو لوبډلې د مسلم جام د والیبال سیالیو اتلولی خپله کړه 
13.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه په ارزګان کې د امن جام تر نامه لاندې د فوتبال سیالۍ پيل شوې 
14.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه د محمد اغې لوبډلې د لوګر فوتسال الف لیګ اتلولې وګټله 
15.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه په لوګر کې د فوتبال الف لیګ د طوفان برکي لوبډلې په بریا پای ته ورسیده.
16.    د لیندۍ ۲۲ مه نیټه په کابل ولایت کې د فوټسال الف لیګ سیالۍ پيل شوې 
17.    د لیندۍ ۲۳ مه نیټه په کابل کې د پهلواني سیالۍ پيل شوې 
18.    د لیندۍ ۲۳ مه نیټه د فراه فوتبال حذفي جام په سیالیو په دوام کې برادران عزیزي او مسلم خپل لوبې وګټلې 
19.    د لیندۍ ۲۵ مه نیټه  د کابل فوټبال فدراسیون د ب ګروپونو د لوبو په دوام کې داوودزي لوبډله او رفاه لوبډله پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
20.    د لیندۍ ۲۵ مه نیټه   په ننګرهار کې د والیبال سیالۍ د خراسان پوهنتون په بریا پای ته ورسیدې 
21.    د لیندۍ ۲۵ مه نیټه  په پکتیا کې د اتلانو په نامه باندې یو ورزشي کلپ په فعالیت پيل وکړ.