زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې د لوړې شینکۍ پهلوانانو ښکته شینکۍ پهلوانانو ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
