ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۵۹
ارزګان؛ چهارچینو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسیدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په چهارچینو ولسوالۍ کې داتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د وادن لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه کې ودان لوبډلې د شپږو ویکټو په زیان د خپلې سیالې اتفاق لوبډلې ۱۶۱ منډو هدف ترلاسه کړ او د څلورو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.