کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د نجيب تلاش، کابل ولايت د ۲۰۲۶ کال د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ د ياد رياست په دوه زره ۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د بهرنیو ډيپلوماتانو په شتون کې پيل شوې.

دغه سيالۍ چې په پنځو عمري کټګوريو ( ۱۳, ۱۵, ۱۷, ۱۹ او ۲۰+ کلنو) کې پيل شوې، په لومړۍ لوبه کې يې محمد صادق بارکزي، خپل سیال احمد فهيم ضیايي ته د ۲ - صفر ميدانونو په توپير ماته ورکړه او لومړۍ بریا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق، ټولو راغلو کورنيو او بهرنيو ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد ورزش ادارې د ښې پاملرنې او کوښښونو له امله په نړيوالو ميدانونو کې د ورزشکارانو د وروستيو لاسته راوړنو يادونه وکړه او دغه لاسته راوړنې يې د هېواد د ورزش په تاريخ کې بې سارې وبللې.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد ورزش اداره به په راتلونکو نړيوالو سياليو کې د ورزشکارانو کلک ملاتړ کوي؛ ترڅو ښې پايلې ترلاسه کړي.

دغه راز په کابل کې د روسيې سفارت د سياسي چارو رئيس رومان شېدروف، د بډمنټون لوبه د زغم او چټک غبرګون لوبه وبلله او د ا.ا.ا، د هېواد د ورزش ادارې له مشرتابه او د‌دې سياليو له تنظیمونکو څخه يې د دې سياليو له برابرولو له امله مننه وکړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د هېواد ورزش ادارې پر رهبرۍ سربېره، د ا.ا.ا د مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت، د روسيې، ترکيې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د استازو، د نجيب تلاش خيريه بنسټ رهبرۍ، د بډمنټون ملي فدراسیون د رهبرۍ، ورزشکارانو او نورو ورزشي مسؤلینو په شتون کې پيل شوې، چې پينځه ورځې به دوام وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۰:۵۲
Background image

ورزشکاران رشته‌های جوجیتسو و پهلوانی کشور عازم بازی‌های آسیایی در چین شدند

ورزشکاران رشته‌های جوجیتسو و پهلوانی با همکاری ریاست عمومی المپیک، تربیت بدنی و ورزش کشور، به‌منظور اشتراک در بازی‌های آسیایی جوجیتسو و کشتی ساحلی در کتگوری سنی بزرگسالان، رهسپار شهر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۰:۴۷
Background image

جوزجان؛ پایان رقابت های فوتسال با اشتراک ۶ تیم در شهر شبرغان

رقابت‌های فوتسال با اشتراک ۶ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی فوتبال در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت جوزجان، در مرکز شهر شبرغان به‌ پایان رسید.

در فینال اين رقابت‌ها تیم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۰:۳۹
Background image

تخار؛ پایان رقابت های فوتباب با اشتراک ۱۹ تیم در ولسوالی اشکمش

رقابت های جام حذفی فوتبال با اشتراک ۱۹ تیم از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته درهمکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت تخار، در ولسوالی اشکمش به پایان رسید.

در فینال این رقابت ها. . .

BACK TO NEWS