کندز کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمهییزې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمهییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو پای کې ۶۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالي دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
