کندز مرکز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې.
په دغو سياليو کې حيات الله او امان پهلوانانو خوسی تر حلالې دایرې ورسوه او د نغدي ډالیو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل او د ځوانانو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
