کندز کې د ٩٠ چاپاندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکزي لوبغالي کې د ٩٠ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې دوه آخر اولاقه اعلان شول، چې لومړی یې ذبیح الله پهلوان او دویم یې الیاس پهلوان د حلال تر دایرې ورسول او د ډالیو ګټونکی شول.
دا سیالۍ د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
