غور؛ مرکز فيروزکوه ښار کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې کاروان شه..يد حقاني لوبډلې خپلې سیالې سفيد کوه خونيه لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
