تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبغاړو موندل و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
