پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې ۱۱ ورځې مخکې پیل شوې وې د مرغي زمریانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مرغي زمریانو لوبډلې له خپل ۱۷۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۳۳ منډو په توپیر یې خپلې سیالې وزیرستان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
