بلخ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حیرتان ښارگوټي کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.
د يادو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۴۰ پهلوانانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
