هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې آزاد لوبډلې خپلې سيالې نوآباد لوبډلې ته د ۱۰-۲ گولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د ځوانانو سالم مصروفیت او يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
