هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آزاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې آزاد لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سعادت هزار جفت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ترسره شوې، چې یوه اووني یې دوام وکړ.
