پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحیی خېلو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یحیی خېلو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې حکیم کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې ۱۸ ورځې یې دوام وکړ.
