کندز کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د فول رزم سيالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د بلخ، بغلان، تخار او کندز ولایتونو د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم شپږم پړاو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پایله د کندز ولایت ورزشکارانو لومړی او د بغلان ولايت ورزشکارانو بیا دويم مقام خپل کړ.
د سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
