ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې آزاد لوبډلې د نهو ویکټو په توپیر خپلې سیالې ارین اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.å
