زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ١٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له دوو ولسوالیو د ١٥٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د ارغنداب او میزاني ولسوالیو پهلوانانو ترمنځ ترسره شوې، چې په پایله کې یې ارغنداب ولسوالۍ پهلوانانو لومړی مقام خپل کړ.
