بلخ؛ دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ساحل قومندان لوبډلې خپلې سیالې ايوبي لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ځوانانو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
