بلخ ولايت کې ۴۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۱۷ - ۲۰:۱۶
بلخ ولايت کې ۴۰۰ تنو ته د فکري روزنې اصلاحي سیمینار ترسره شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د بلخ ولایت د بېلابېلو فدراسیونونو ۴۰۰ ورزشکارانو او مسوولينو ته د فکري روزنې دوه ورځنی اصلاحي سیمینار پای ته ورسېده.

ياد سیمینار د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مفتي دادمحمد بریال «عطایي» او د ياد ریاست د پلان او ستراتيژۍ سلاکار مولوي ګلاب‌الدین خپلواک له لوري وړاندې شو، چی په کې د دیني ارزښتونو، اسلامي اخلاقو، سالم فکر، ورزشي انضباط او د ورزشکار د فردي او ټولنیز مسؤولیت په اړه ګټور مطالب وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې په ياد سيمينار کې د بلخ ولايت د ورزشي مسوولینو سربېره د بېلابېلو فدراسینونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS