زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د استاد انارګل کلب ورزشکارانو لومړی او د استاد نقیب الله کلب ورزشکارانو دویم مقام خپل کړ.
