غزني؛ ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيلان ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې حسن کلي لوبډلې خپلې سیالې غازي اسامه لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د کوچني اختر نمانځل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې يوه اوونۍ به دوام وکړي.
