لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جاوې لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې منګو لېسې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
