ميدان وردگ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د بهسودو ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د ياد ولايت په بهسودو اولې حصې ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د نسيم ظهور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه کې نسيم ظهور لوبډلې خپلې سيالې ذوالفقار لوبډلې ته د ۳ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
د يادو سياليو موخه فوټبال ورزش ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول وو، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لوبډلو او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، توپونه او ستاینلکونه ورکړل شول.
