ننګرهار؛ لعل پورې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د چکنور اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې چکنور اتحاد لوبډلې له خپل ۱۲۹ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۱۴ منډو په توپیر یې خپلې سیالې چکنور صاحبزاده لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
