ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پچیراګام لوبډلې د ٢ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لونګه پور لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
