ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۲۹
ننگرهار؛ خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر خوږياڼو ولسوالۍ سربيره له جلال آباد ښار، بټي کوټ او مارکو بازار ورزشکارانو هم گډون کړی وو، چې په پايله کې يې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د يادو سياليو موخه د ورزشکارانو هڅول او راتلونکو سياليو ته يې لا ښه چمتوالی وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۲:۶
Background image

یوازې دوې ورځې وروسته؛ افغانستان دا ځل د ورزش په ډګر کې د نړۍوالو کوربه دی.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست ویاړ لري، چې د اوو هېوادونو ترمنځ د کورش، سامبو او دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې کوربه توب پر غاړه لري.

ټاکل شوې، چې په دغې جشنواره کې، چې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

BACK TO NEWS