ننگرهار؛ قلعه جات سوپر کېنگز لوبډلې د مطرانو ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د ټېټ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د مطرانو ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د قلعه جات سوپر کېنگز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د قلعه جات سوپر کېنگز او قلعه جات ايليون سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه سوپر لېنگز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو يوولس اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف کېښود، په ځواب ايليون سټارز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه يې د څلورو منډو په توپير وبايلله.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته ۱۴ زره افغانۍ او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ۷ زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.
