هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۲۰:۳۵
هرات؛ په پل پشتون سيمه کې د موټر سايکل ځغلونې ورزشي نندارې ترسره شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موټرسايکل ځغلونې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پل پشتون سيمه کې له ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د موټرسايکل ځغلونې نندارې ترسره کړې.

د دغو ورزشي نندارو ليدو ته د المپيک‌، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست مخکينی رييس انجنير نظر محمد مطمئن، د همدې رياست ارشد مشاور ګلاب الدين خپلواک، د موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون رييس سيد نبي الله سادات، ورسره پلاوي، ورزشکارانو او د ورزش ګڼو مينوالو ګډون کړی و.

د‌المپيک‌، بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثیق د يادو ورزشکارانو ورزشي نندارې وستایلې او دوی ته يې د‌ لا زياتو برياوو هيله څرګنده کړه.

هېره دې نه وي، چې دغه‌ ورزشي نندارې په‌ داسې حال کې ترسره کېږي ، چې په‌ دغه ولايت کې د هيواد په کچه د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې ملي ټاکنيزې سيالۍ هم پيل شوې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS