پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې محمد امین په ۸۵ کیلو ګرامه وزن کې لومړی، عصمت الله په ٧٢ کیلو ګرامه وزن کې دویم او روزي ګل په ۶۳ کیلو ګرامه وزن کې بیا درېیم مقام خپل کړ.
دا سیالۍ دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
