کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۸
کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د نجيب تلاش، کابل ولايت د ۲۰۲۶ کال د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې په پنځو عمري کټګوريو ( ۱۳, ۱۵, ۱۷, ۱۹ او ۲۰+ کلنو) کې ترسره شوې ، په پايله کې له هرې عمري کټګورۍ ۲-۲ ورزشکاران، چې ټول ۱۰ ورزشکاران کېږي د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د دې سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ټولو بهرنیو، کورنیو ميلمنو او ورزشي مسوولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ورزشکارانو لاسته راوړنې په تيرو څو کلونو کې بې سارې وبللې او د ښه امنيت او د ورزش ادارې د ملاتړ په اساس ورزش مو د ولایتونو ترڅنګ په ولسواليو هم ډېره وده کړې ده.

دغه راز نوموړي په پای کې د تلاش خيريه بنسټ د مالي ملاتړ او د ملي سپورټ تلویزیون څخه د سياليو په خپراوي کې مننه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د روسيې، ترکيې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازو، د نجيب تلاش خيريه بنسټ رهبرۍ، د بډمنټون ملي فدراسیون رهبرۍ، ورزشکارانو او نورو ورزشي مسؤلینو ګډون کړی وو، چې پينځه ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره بهرني ورزشکاران او رهبري غړي کابل ته را ورسېدل

د یادو ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۰
Background image

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي! د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي!

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

BACK TO NEWS