پکتيکا کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۳:۴۷
پکتيکا کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې د ۲۰ تنو بايسکل ځغلونکو ترمنځ د بايسکل ځغلونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې له مرکز نجيب څلور لارې څخه تر مټا خان ولسوالۍ پورې په ۱۳ کليو متري واټن کې ترسره شوې، په پايله کې يې محبوب الله لومړی، محمد اصف دويم او نصرت الله بيا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه د بايسکل ځغلونکو فزيکي وړتياوو لوړول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۷:۲
Background image

د دودیزې غېږنیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش پر ګڼ تعداد مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي مسولین، د یو شمېر هیوادونو سفیران او ډپلوماتان او د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم راغلي وو.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لومړۍ ورځ؛

د دغو سیالیو لیدو ته د ورزش مینوالو سربېره لوړ پوړي دولتي چارواکي او د کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم راغلي دي.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۵۵
Background image

مولوي امیرخان متقي

مولوي امیرخان متقي

BACK TO NEWS