خبرتیا!

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۰
خبرتیا!

د غزني ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د عصریې د وېش پر دوام، سبا دوشنبه د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د غزني ولایت ملي لوبغاړو، روزونکو او مرستیال روزونکو د عصریې وېش ترسره کېږي.

د یاد ولایت د ملي لوبډلو ورزشکاران، روزونکي او مرستیال روزونکي دې د عصریې د اخیستلو لپاره له اصلي تذکرې او اصلي هویت کارت سره د دوشنبې ورځ، د ١٤٠٥ لمریز کال د وري په ١٧مه نېټه د ماسپښین په ١:٠٠ بجه د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت ته مراجعه وکړي.

یادښت: د یادونې وړ ده چې په غزني ولایت کې د عصریې وېش یوازې د یوې ورځې لپاره ترسره کېږي.

درنښت

د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۲۱:۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د کې- ون کېک بوکسېنګ ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکړل شول

د پکتیکا ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د کې- ون کېک بوکسېنګ فدراسیون ١٠٠ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه ورکړل شول.

د کمربندونو ورکولو په دغه مراسمو کې د پکتیکا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۶:۳۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ دکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له اتو کلبونو د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د نویو. . .

BACK TO NEWS