پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۰:۳۱
پکتيکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د وزيرستان زلمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د وزيرستان زلمو او ماويخېل لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه وزيرستان زلمو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف کېښود، په ځواب کې ماويخېل لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۳۱ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۵
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۳
Background image

هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره وشوه

په هرات کې د فوټبال سي طلایي توپ پنځم پړاو جشنواره د فوټبال سي میډیا له خوا د هرات ولایت د فوټبال فدارسیون په همکارۍ په هېواد کې د ۲۰۲۵ کال غوره فوټبال لوبغاړي، ځوان لوبغاړي، ګول وهونکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۲۱:۲
Background image

کابل کې د بډمنټون اتلولۍ سیالۍ پیل شوې

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په مرسته، د بډمنټون ملي فدراسیون له لوري او د نجيب تلاش خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د کابل ولايت د ۴ منتخبو لوبډلو د ۱۰۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS