ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کامې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې د جعفر سادات لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې جعفر سادات لوبډلې له خپل ۱۸۷ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۵۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې بازیدخېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
