لغمان کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې
د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز منډوي لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو پيليزه لوبه د گوشتې ځوانانو او عليشنگ مرکز لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه گوشتې ځوانانو لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو هدف کېښود، په ځواب کې عليشنگ مرکز لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۳۷ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۷ منډو په توپير وبايلله.
دا سیالۍ د ځوانانو سالم مصروفیت په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي.
