د قرغیزستان استازی:
موږ د قرغیزستان لوبډله کابل ته راوستې ده او موږ ډېر خوشاله یو چې دلته راغلي یو.
د افغانستان غېږ نیونه بهترینه ده او افغان ورزشکاران په نړۍواله کچه ښې لوبې کړي دي.
د افغانستان خلک ډېر مېلمه پاله او مینه ناک دي، موږ به له دوی سره عکسونه واخلو، ویډیوګانې وکړو او خپل هېواد کې به یې خلکو ته وښیو چې د افغانستان خلک دغسې مېلمه پاله دي.
له وثیق صیب او دشتي صیب څخه د دغو لوبو د برابرولو په برخه کې مننه کوو.
هیله لرو چې په قرغیستان کې هم دغسې سترې لوبې ولرو او د افغانستان لوبډله هم ګډون په کې وکړي.
