جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ازادي قرقین لوبډلې خپلې سیالې باز محمد ترکمن لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د جوزجان ولایت لوبغاړو او ځوانانو ترمنځ د واليبال لوبو ته وده ورکول و.
