بامیانو کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د روح الله نیکپا په ورزشي جمنازیوم کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې علي جان لومړی مقام، نعیم دویم مقام او جمال درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه بامیانو ولایت کې ملي او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش امریت له لوري غوره لوبډلې ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.