بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای دویم پړاو سيالۍ تر سره شوې.
دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، چې په پای کې ٢٠ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره لومړي مقامونه تر لاسه کړل.
