بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د چاهي ولسوالۍ په نيکچې کلي کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې آزادی سيالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
