تېره شپه د کابل والي ملا امین الله عبید له لوري د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرني لوبغاړي او ورزشي مسؤولین مېلمانه شوي و.

org2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۲
تېره شپه د کابل والي ملا امین الله عبید له لوري د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې بهرني لوبغاړي او ورزشي مسؤولین مېلمانه شوي و.

ښاغلي عبید ټولو بهرنیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ورزش ادارې بلنه یې ومنله او افغانستان ته راغلل.

دغه راز د مېلمستیا په پای کې د ښاغلي ملا امین الله عبید له لوري ټولو بهرنیو مېلمنو ته ځانګړي سندسونه ډالۍ شول او همداراز د بهرنیو مېلمنو له لوري ښاغلي عبید او د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ته د خپلو هېوادونو کلتوري ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS