جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۸:۳۴
جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرکز تالقان ښار په ترکمن تنکه کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې وهاب پهلوان لوبډلې خپلې سیالې آريانا چوباش لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانانو روحيه پياوړي کول او په کلیو کې ځوانان ورزش ته هڅول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS