جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز شبرغان کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې وهاب پهلوان لوبډلې خپلې سیالې آريانا لوبډلې ته د ۳/۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه جوزجان کې د ځوانانو او لوبغاړو ترمنځ د واليبال لوبو ته وده ورکول و.
