جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د څلورو ولایتونو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې له فارياب، سرپل، بلخ او جوزجان ولایتونو څخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ، چې يوه مياشت يوه مياشت مخکې پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې ياران مجاهد لوبډلې خپلې سیالې برادران سلطاني لوبډلې ته د ۴/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی رامنځته کول و، ده سياليو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
