خوست؛ چينې بريال لوبډلې د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۵۶
خوست؛ چينې بريال لوبډلې د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند زېړۍ ترخې لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو جام په نوم د فوټبال سيالۍ د چينې بريال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې چينې بريال لوبډلې خپلې سيالې متون بابا لوبډلې ته د ۳ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا درې میاشتې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS