د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له مشر سره وکتل

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۵۴
د ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثیق د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له مشر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمد الله وثیق اندونیزیا هیواد ته د رسمي سفر په جریان کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو د فوټسال کمېټو د اړیکو پر پراختیا او د اندونیزیا هیواد د فوټسال په لیګونو کې د افغان ورزشکارانو پر لوبېدو خبرې وشوې.

د خبرو په جریان کې پر دې هم بحث وشو، چې په اندونیزیا هیواد کې د افغان محصلانو او هغو افغانانو لپاره چې په اندونیریا کې ژوند کوي او له فوټسال سره علاقه ولري، د فوټسال د تمریناتو زمینه مساعده شي.

په پای کې توافق وشو، چې د دواړو هیوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي؛ ترڅو د دواړو هیوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ اړیکې دوامداره او بنسټیزې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۲
Background image

په هرات کې د اي انډ د افغانستان د اس ځغلونې اتم پړاو ټورنمنټ د انځور په ژبه

دغه سيالۍ د هرات ولايت په کوربتوب په دوو سبکونو (يورغه او سرعتي) کې، يورغه په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره او سرعتي په ۸۰۰ او ۱۲۰۰ متره واټن کې دوام لري.

تمه ده چې د دغو سياليو په‌ پايله کې به له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۹:۰
Background image

پکتیا کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې، چې شاوخوا ۲۰. . .

BACK TO NEWS