د ورش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق خبریالانو ته په ځواب کې:
اوس په افغانستان کې مستقل نظام لرو او دغې برنامې ته چې د کومو امکاناتو اړتیا وه، د حکومت مشرتابه پوره کړه.
حکومت د ورزش برخې ته کافي بودیجه ورکوي او له دې سربېره موږ له خصوصي سکتور سره د ښو اړیکو درلودلو له امله وکولی شول چې د دوی مالي ملاتړ ترلاسه کړو.
د افغانستان دودیزو لوبو ته د ورزش ادارې پوره پاملرنه کړې ده او دغې برخې ته مو ځانګړی امریت ایجاد کړ او اوس په ټول هېواد کې د دودیزو لوبو د بیا را ژوندي کولو لپاره بېلابېلې برنامې لرو چې مثبتې پایلې لري.
