زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تناره لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې تناره لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې سلیمانځو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
