زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
د یادو سیالیو پايلوبه کې د نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی او عبدالغفور کلب دویم مقام خپل کړ.
