سرپل کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ ټاکنیزې سيالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۲۰:۳۴
سرپل کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ ټاکنیزې سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له مرکز او ولسواليو څخه د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ ټاکنیزې سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې شپږ ورزشکاران د سرپل ولايت د پنګ پانګ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سياليو موخه د سرپل ولايت د پنګ پانګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې لپاره بهرني ورزشکاران او رهبري غړي کابل ته را ورسېدل

د یادو ورزشکارانو د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس او د ورزش ادارې رهبري غړو ګډون کړی و.

ښاغلي وثیق راغلیو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۱۰
Background image

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي! د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

لږ وروسته کې به د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې په اړه رسنیز کنفرانس پیل شي!

د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست ٢۵۰۰ کسیز ورزشي جمنازیوم.

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د پوهنې ریاست سره پهٔ ګډه همغږۍ، مرکز کې د اتو لېسو په ګډون د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې میاعمر لوبډلې ٣ - ٠. . .

BACK TO NEWS